د پاکستان پولیسو د لشکر لبیک ډلې مشر او ځيني پلویان ونیول

خادم حسین رضوي

د پاکستان پولیسو پرون د لشکر لبیک مذهبي ډلې مشر او د هغه یو شمېر پلویان ونیول.

لشکر لبیک ډلې په یوه بیان کې ویلي دي چې پولیسو خادم حسین رضوي په لاهور ښار کې نیولی دی.

د خادم حسین رضوي په مشرۍ لشکر لبیک ډلې په دې وروستیو کې د پاکستان د سترې محکمې له خوا مقدساتو ته د سپکاوي په تور د یوې عیسوۍ مېرمنې د اعدام د حکم د لغوه او خوشې کولو په عکس العمل کې پراخې مظاهرې وکړې.

رضوي او پلویانو يې وروسته له هغې خپل اعتراضونه پای ته ورسول چې د پاکستان حکومت ورته ډاډ ورکړ چې له سزا معاف شوې عیسوۍ مېرمن اسیه بي بي ته به تر هغې له پاکستانه د وتلو اجازه نه وي، تر څو پورې چې د هغې پر قضيې له سره غور ونشي.