د انتخاباتو کمېسیون د پنځو ولایتونو انتخاباتي پایلې اعلان کړې

د افغانستان دانتخاباتو د خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د پنځو ولایتونو لومړني پایلې اعلان کړې.


د دغې کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد رسنيو ته وویل چې په دې ولایتونو کې فراه، بامیان، ډایکندي، ارزګان او جوزجان شامل دي.


نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د یو شمېر ولایتونو انتخاباتي پایلې هم اعلان کړي.