د بریتانیا پولیسو د پنجشنبې په ورځ د هغو دوو مشکوکو کسانو ویډیويي تصاویر خپاره کړل چې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکريپال او د هغه د لور په مسمومولو تورن ګڼل شوي.
په دې تصاویرو کې لیدل کېږي چې دواړه مشکوک کسان د مارچ په ۴مه په همغه ورځ چې سکریپال د بریتانیا په سالزبري ښار کې د یوه پارک پر څوکۍ بې سده وموندل شو، دې ښار ته رسېږي او د ښار په شاوخوا کې پلي ګرځي.
په دې اړه نور: بریتانیا د ۲ مشکوکو روسانو په اړه نوې ویډیويي تصویرونه خپاره کړلدا دوه کسان چې د الکساندر پیتروف او روسلان بوشیروف په مستعارو نومونو مشهور دي په سېپټمبر میاشت کې په غیاب کې د سکریپال او د هغه د لور یولیا په مسمومولو تورن شول.
یوه تحقیقاتي وېبسایټ د دوی اصلي نومونه الکساندر ایوګینيویچ میشکین او اناتولي چیپیګا یاد کړي او وايي چې دواړه د روسیې د استخباراتي ادارې «GRU» لپاره کار کوي.
د سکریپال د مسمومولو له پېښې نژدې څلور میاشتې وروسته د سالزبوري په څېرمه ښار امیسبوري Amesbury کې یو نارینه او یوه ښځه هم مسموم شول.
پولیس وايي، دوی د عطرو له یوه بوتله چې د نوویچوک Novichok په نوم له کیمیاوي موادو ډک و، کار اخېستی و.
نوویچوک د اعصابو فلجوونکي کیمیاوي مواد دي چې پخواني شوروي اتحاد د پوځي اهدافو لپاره جوړول او د سکریپال د مسمومولو لپاره هم کار ترې اخېستل شوی و. مسمومه شوې مېرمن ډان ستورګیس وروسته مړه شوه.
پولیس وايي، دوی له هرچا څخه چې دا دوه مشکوک تورن یې د مارچ د ۲- ۴ ترمنځ لیدلي وي او یا یې د نینا ریچي «Nina Ricci» د عطرو تقلبي بوتل تر سترګو شوی وي، د معلوماتو غوښتنه کوي.
سرګي سکریپال د روسیې د استخباراتو پخوانی اېجنټ و چې د راپورونو له مخې د روسیې له حکومته یې مخ اړولی و او د مسمومېدو ترمهاله په بریتانیا کې په تبعید کې اوسېده.
بریتانیا او لویدیځو متحدانو یې د هغه د مسمومولو پړه پر مسکو واچوله، خو روسي چارواکو دا تورونه رد کړي دي.
د سکریپال د مسمومولو پېښې د روسیې او لویدیځ ترمنځ اړیکې چې هسې هم ترینګلي وو، لا خراب کړل او په نتیجه کې یې متحد ایالاتو او اروپايي ټولنې پر مسکو نوي بندیزونه ولګول.
د همدې کړکېچ په دوام د لویدیځ پلوي هېوادونو روسي ډيپلوماټانو ته د وتلو امر وکړ او روسیې هم د ځوابي اقداماتو په ترڅ کې د یو شمېر هېوادونو د ډيپلوماتانو شمېر راکم کړ.