پاکستان: د چین پر قونسلګرۍ برید کوونکي هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي

پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي، هغه درې ځانوژونکې بریدګر چې د جمعې په ورځ یې په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید کړی وو، هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

په کراچۍ کې د پولیسو مشر عامر شیخ خبریالانو ته ویلي:

"دوی درې بریدګر وو او درې واړه وژل شوي. دوی د قونسلګرۍ ودانۍ ته په ننوتلو ونه توانېدل. هڅه یې کوله چې د ویزو څانګې ته ننوزي."

بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي چې په کراچۍ کې د چین د قونسلګرۍ ټول ۲۱ کار کوونکي خوندي ځای ته انتقال شوي او کوم زیان نه‌دی ور رسېدلی.

د پولیسو د سرچینو په وینا په دې برید کې پر درې بریدګرو سربېره دوه پولیس هم وژل شوي دي.

ځینو رسنیو په برید کې د یوه خصوصي شرکت د یو ساتونکي د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

د برید مسولیت د "بلوچستان د خپلواکۍ پوځ" په نوم وسله‌والې ډلې پر غاړه اخېستی دی.