متحد ایالاتو د کیمیاوي وسلو د پروګرام په اړه ایران تورن کړی

په نړیوال سازمان کې د متحد ایالاتو استازی کینیت وارډ

متحد ایالاتو پر ایران تور لګولی چې نړیوالو ته یې د خپلو کیمیاوي وسلو د پروګرام په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي په نړیوال سازمان کې د متحد ایالاتو استازي کینیت وارډ «Kenneth Ward» پرون پنجشنبې وویل چې ایران د خپلو کیمیاوي وسلو په اړه د معلوماتو په پټولو سره له نړیوالو موافقو سرغړونه کړې.

نوموړي زیاته کړه چې ایران په اتیایمه لسیزه کې هم لیبیا ته د کیمیاوي وسلو د انتقال خبره نه وه اعلان کړې او دا کار یې حتی وروسته له هغه هم ونه کړ چې لیبیا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان ته د دې وسلو لرل تأیید کړل.

ښاغلي وارډ وویل، په ایران کې جوړ شوي داسې توپونه، هاوانونه او بمونه چې په سروکو کې یې کیمیاوي مواد کارول کېږي موندل شوي دي او دا ثابتوي چې ایران د خپلو کیمیاوي وړتیاوو په اړه نړیوالو ته بشپړ معلومات نه‌دي ورکړي.

متحد ایالاتو له دې مخکې هم د ایران پر حکومت د اټمي وسلو د جوړولو او همدا راز د تروریستي ډلو او د سوریې په جګړه کې د ولسمشر بشار الاسد د ملاتړ تورونه لګولي دي، خو د نویو تورونو په اړه تهران تر دې دمه غبرګون نه‌دی ښودلی.