حق‌پرست: نن جمعه د ۱۰ ولایتونو د انتخاباتو لومړي نتایج اعلانيږي

حق‌پرست

ټاکل شوې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نن جمعه په لسو ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړي نتایج اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هغه ولایتونه نه‌دي ښودلي چې نن یې نتایج اعلانېږي، خو د دې کمېسیون مرستیال ویاند مېرزامحمد حق‌پرست تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا لس ولایتونه په لومړۍ کټه‌ګورۍ کې و.

ښاغلي حق‌پرست زیاته کړه:

"د لسو ولایتونو ابتدايي نتایج به په دوهم د قوس اعلان شي او کوښښ کوو چې په تدریجي ډول د لس لس یا پنځو پنځو ولایتونو نتایج هم اعلان ته وسپارو."

د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د میزان په ۲۸ او ۲۹ مه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول، خو په کندهار کې دا انتخابات یوه اوونۍ وروسته- د لړم په پنځمه نېټه وشول.