د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.
د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې شپږ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یوه بس کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه کابل ته یې قاچاق کړي.
په دوهمه پېښه کې نهه نیم کیلو ګرامه تریاک هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټر سایکلو کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د تخار مرکز تالقانو ته یې قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې دوو پېښو په تړاو درې کسان نیول شوي دي.