په کابل کې پولیسو ۱۳ ټنه چرس سوځولي دي

په کابل ولایت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څو ټنه چرس سوځولي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي پوځ د ۷۷۷ هوايي لېوا په مرسته د کابل د خاک جبار ولسوالۍ د ګرګي میدان په سیمه کې ۱۳ ټنه چرس نیولي دي.

دا چرس تر نیول کېدو وروسته سوځول شوي او په دې تور تردې مهاله څوک نه‌دي نیول شوي.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په لوګر ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې څو ټنه چرس سوځولي وو.