په استرالیا کې یو افغان قاچاق وړونکی په ۹ کالو بند محکوم شو

یو افغان چې له اندونيزيا څخه استراليا ته په لاس ورکړل شوی دی، د انسانانو په قاچاق کې د لاس درلودو په تور په نهو کلونو بند محکوم شو.

احمد ضيا علي‌زاده په استراليا کې تر ۶۱ ورځو ځايي محاکمې وروسته په غير قانوني توګه په فبرورۍ مياشت کې د ۱۳ کسانو په انتقال کې د لاس درلودو په تور محکوم کړ.

علي‌زاده چې د دوو کوچنیانو پلار دی او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې استراليا ته د کډوالۍ ويزه تر لاسه کړې وه.

د محکمې قاضي د جرم د اعلان پر وخت وويل:

"نه‌شي درک کولای چې علي‌زاده څه ډول له یوه پناه غوښتونکي په انساني قاچاق وړونکي بدل شو."

علي‌زاده په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له افغانستانه وتلی او ښايي په راتلونکي اکټوبر مياشت کې په ضمانت راخوشې شي او په اغلب ګمان بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

د اسټراليا د کورنيو چارو وزیر ويلي چې انساني قاچاق وړونکي تعقيبوي.

دی وايي، داسې کسان به نيسي او مجازات کوي.