افغان چارواکي وایي چې د نظاميانو پر يوه کاروان د طالبانو په حمله کې څلور سرتېري وژل شوي دي.
دا حمله په بادغيس ولایت کې شوې ده.
د بادغيس ولايتي شورا يوه غړي محمد نصير نظري نن وويل چې دا حمله هغه مهال وشوه چې نظامي کاروان د دې ولايت له مرکزه قلعه نو څخه تېرېده.
د یوه بل خبر له مخې تېر ماښام افغان ځانګړو ځواکونو په لوګر ولایت کې د ناټو هوايي ملاتړ وغوښت چې د لوګر د ولايتي شورا د يوه غړي محمد نصیر غيرت په وينا په هوايي حمله کې ۱۰ کسان وژل شوي، خو نهدي ويل شوي چې په وژل شویو کې څومره ملکيان دي.
ناټو د دې هوايي حملې په اړه څه نهدي ويلي او د لوګر د والي وياند څرګنده کړه چې پهدې اړه تحقيقات پیل شوي دي.