د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په ختیځو ولایتونو کې یې د کینو، نارنجو او لیمو نیالګیو د کېنولو کمپاین پيل کړی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې په تېرو څو ورځو کې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې یې په شااوخوا ۲۵۰ جریبه ځمکه کې د کینو، نارنجو او لیمو نیالګي کېنول شوي دي.
نوموړی وايي چې په لنډو ورځو کې به دغه لړۍ لغمان او کونړ ولایتونو ته هم وغځول شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي هیلهمند دي چې په افغانستان کې د کينو، نارنجو او ليمو باغونو کښت به سوداګریز بیلانس سره مرسته وکړي او هېواد به اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسوي او ورسره به له پاکستانه هم د یادو مېوو په وارداتو کې کموالی راشي.
اوسمهال افغانستان زیاته اندازه کينو، نارنج او لیمو له پاکستانه را واردوي.