د امریکا ولسمشر او د دې هېواد د سترې محکمې رئیس د قضایي سیستم د خپلواکۍ پر سر په غیر معمولي ډول پر یو بل لفظي حملې وکړې.
دغه ناندرۍ وروسته له هغې پیل شوې چې ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر هغه قاضي سخت انتقاد وکړ چې د پناه ورکولو په اړهیې د ده پالېسي رد کړې وه.
ټرمپ دغه قاضي د اوباما قاضي یاد کړ.
جمهوري غوښتونکي قاضيالقضات جان رابرټس «John Roberts» د ټرمپ دغه ادعا رد کړه او د قضا د خپلواکۍ دفاعیې وکړه.
رابرټس پرون چهارشنبه وویل چې زموږ قاضیان نه د اوباما دي نه د ټرمپ او نه هم د کلېنټن.
تر دې یوه ورځ مخکې د شکرانې د ورځې د لمانځلو پر مهال رابرټس په یوه بیان کې ویلي و چې د قضایي ادارې خپلواکي هغه څه دي چې موږ ټولیې باید منندوی واوسو.
ټرمپ په فلوریډا کې په خپل تفریحي ځای کې د هغو فدرالي قاضیانو چې د مخکېني ولسمشر بارک اوباما لهخوا ټاکل شوي، خپلواکۍ تر پوښتنې لاندې راوسته.
ټرمپ په یوه ټویټر کې قاضيالقضات جان رابرټس ته ولیکل چې په خواشنیۍ سره ستا په اداره کې د اوباما قاضیان دي چې نظریاتیې له هغو کسانو سره توپیر لري چې د دې هېواد د مصونیت د چارو مسؤل دي.