عبدالله: طالبانو هېڅ نښه نه‌ده ښودلې چې د جګړې پای لپاره جدي وي

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي، طالبانو تر اوسه هېڅ داسې نښه نه‌ده ښودلې چې ګواکې دوی په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په مسئله کې جدي دي.

عبدالله عبدلله چې د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره پاریس ته تللی، د فرانسې له خبري اژانس سره د یو لړ مرکو په ترڅ کې د افغانستان د یو لړ نورو مهمو مسایلو تر څنګ په دې هېواد کې د سولې د روانو ټکنیو هڅو په اړه خپل لیدلوری بیان کړی.

عبدالله وایي، د سولې د خبرو د نتیجې په اړه له مخکې قضاوت نه‌کوي، خو د تجربې له مخې کولای شي ووایي چې طالبانو تر اوسه هېڅ یوه نښه نه‌ده ښودلې چې غواړي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې په جدي خبرو کې برخه واخلي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سولې وروستیو هڅو ته په پام سره چې په قطر کې یې د طالبانو له استازو سره هم پرله‌پسې درې ورځې خبرې کړي او وروسته‌یې هیله څرګنده کړه چې د سولې یوه موافقه به په راروان پسرلي کې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې ترلاسه شي، عبدالله په دې اړه شک څرګند کړ او ویې‌ویل چې دا به ورته د حیرانتیا وړ وي چې که دا کار وشي او زیاته‌یې کړه چې په یقین ویلی شي چې د افغانستان ټول وګړي به‌یې هرکلی وکړي.