پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په اړه د روسیې د پارلمان یا دوما د یوه سند مسوده وایي چې په ۱۹۸۹ میلادي کال د پخواني شوروي اتحاد د خلکو د کانګرس لهخوا پرېکړه چې افغانستان تهیې د ځواکونو د استولو پرېکړه غندلې وه، یوه تاریخي غلطه پرېکړه وه.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې په پام کې ده چې د روسیې دوما دغه سند له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۰مې کلیزې د لمانځلو پر مهال چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ له ۱۵مې سره برابره ده، تصویب کړي.
د شوروي اتحاد ځواکونه چې په ۱۹۷۹میلادي کې افغانستان ته داخل شوي وو، له دې هېواده د بېرته وتلو پروسهیې د ۱۹۸۹میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې بشپړه شوه.
د شوروي اتحاد د اشغال پهدې ۱۰ کلونو کې افغانستان ته ډېر د سر او مال زیانونه رسېدلي چې یو شمېر کارپوهانیې پهدې هېواد کې روانه جګړه د همدې اشغال میراث بولي.
د روسیې دوما د دغه سند په تصویبېدو سره هڅه کوي چې روسان په افغانستان کې د پخواني شوروي د ۱۰ کلن پوځي حضور په اړه یوې اجماع ته ورسېږي.
یو شمېر روسان افغانستان ته د ځواکونو استول یوه تاریخي تېروتنه بولي، خو نور یې بیا د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د اړیکو او د دواړو هېوادونو د وګړو په ګټه بولي.