له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو پر نهايي کېدو د پلان شوې سرمشريزې په درشل کې د بريتانيا صدراعظمه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له عالي رتبه چارواکو سره ګوري.
ترزا مې پرون په داسې حال کې بروکسل ته لاړه چې څو ورځې مخکې د هغې په خپل محافظهکار ګوند کې د اروپا ضد وکيلانو له چلنجه بچ پاتې شوه.
څلور مياشتې مخکې تر دې چې بريتانيا له اروپايي ټولنې ووځي، ترزا مې د اروپايي کمېسيون له مشر ژان کلود يونکر سره ګوري.
د نومبر ۲۰مه چې د اروپايي ټولنې لهخوا له لندن سره د خپلو راتلونکو اړيکو د اعلاميې د متن برابرولو لپاره د مهلت په توګه ټاکلې وه، د دې ټولنې له لاسه وتلې ده.
ګڼ مهم مسايل شته چې بريتانيا او اروپايي ټولنه ورباندې موافقې ته اړتيا لري، په هغو کې دا موضوع هم شامله ده چې بريتانيا به د اروپايي ټولنې مارکېټونو ته څه ډول لاسرسى ولري او د اروپايي ټولنې کښتۍ به په کومو شرايطو د بريتانيا له اوبو ګټه اخیستلى شي.
د اروپايي ټولنې رهبران به راروانه يکشنبه په خپله کتنه کې له اروپايي ټولنې د بريتانيا تر وتلو وروسته د اړيکو اعلاميه تصويب کړي.