د ولسي جرګې غونډه د اجنډا او د وکیلانو د نشتوالي له امله ترسره نه‌شوه

د اجنډا د نشتوالي او د يو شمېر وکیلانو د غېرحاضرۍ له امله نن د ولسي جرګې عمومي غونډه ونه‌شوه چې يو لړ انتقادونه یې راپارولي.

که څه هم د ولسي جرګې د ټاکلي مهال وېش له مخې د چهارشنبې په ورځ باید د دغه جرګې عمومي غونډه ترسره شوې وای، خو د اجنډا د نشتوالي او د وکیلانو د غېرحاضرۍ له امله د دغه جرګې دروازې تړلې پاتې شوې.

رمضان بشر دوست چې د جرګې په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره دغه جرګې ته راغلی و دغه کړنه يې د ولس په حق کې جفا او فساد وباله.

رمضان بشر دوست

نوموړي وویل:

"اساسي دلیل زما په نظر دا دی چې دوی اجنډا نه‌لري، دوهم دا چې دوی په‌دې پوهېږي چې هېڅوک نه‌شي کولای دوی نه پوښتنه وکړي، يو مامور او معلم په میاشت کې ۶۵۰۰ افغانۍ معاش لري، خو ته په ورځ کې دومره پيسې اخلې بیا هم خپل کور کې ناست يې او دندې ته نه راځې."

ښاغلی بشردوست وايي، ولسي جرګې باید نن د پرونۍ پېښې په تړاو چې له سلو ډېرو کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته ځانګړې غونډې کړې وای او ان تر دې چې ولسمشر او اجرائیه رئیس یې باید دغې جرګې ته رابللي وای او ورنه یې پوښتلي وای چې تر کومه به افغانان په داسې بې رحمانه ډول قرباني کېږي؟

د دغه جرګې بل غړی صالح محمد سلجوقي وايي، که څه هم د ولسي جرګې د غونډې اجنډا يوه اوونۍ وړاندې جوړېږي، خو په دې وروستیو کې د دوی ورځني پروګرامونه د انتخاباتو تر سیوري لاندې راغلي.

دی وايي، د ولسي جرګې د اداري پلاوي ګمان دا و چې ښايي نن د میلاد النبي په مناسبت رخصتي وي، خو د مولود په مناسبت رخصتي د سې شنبې په ورځ وشوه چې د ځانګړي اجنډا د نه لرلو له امله په کمېسیونونو کې يې کار کول اعلان کړل او نن غونډه ونه‌شوه.

خو ښاغلی سلجوقي وايي، غوره به دا وای چې نن عمومي غونډه ترسره شوې وای او د کابل د پېښې په ګډون د هېواد د روان امنیتي وضعیت او د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې شوې وای.

خو د رمضان بشر دوست په خبره د ولسي جرګې د اداري پلاوي له‌خوا په کمېسیونونو کې کار کول له يوې پلمې اخوا نور څه نه‌دي، ځکه د ده په خبره زیاتره وخت د کمېسیونونو په ناستو کې هم ډېری وکیلان غېر حاضر وي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی او د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر بیا وايي چې دا د وکیلانو مکلفیت دی چې باید خپلو دندو ته حاضر شي او خپلې چارې د مهالویش له مخې پر مخ یوسي.

کبیر رنجبر

نوموړي زیاته کړه:

"د قانون پر بنسټ دوی تر هغې پورې مکلفیت لري چې نوې جرګه کار پيلوي، دوی باید خپلې چارې پرمخ یوسي، خو له بده‌مرغه چې دوی قانون باندې فکر نه‌کوي او قانون دوی ته بې مفهومه ده، جرګې ته د دوی نه حاضرېدل يو ډول فساد او خلکو سره لویه جفا ده."

ښاغلی رنجبر وايي، دا لومړی ځل نه‌دی چې د اجنډا او وکیلانو د غېرحاضرۍ له امله د ولسي جرګې غونډې نه کېږي، بلکه له دې وړاندې بار- بار داسې شوي چې دغه چاره په ولسي جرګې د خلکو باور ته زیان رسوي.

راپور: محمد واصل وصال