اوچا: په ۲۰۱۸ کې نېژدې ۲ لکه او ۹۰ زره کسان بې ځایه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وایي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نېژدې ۲ لکه او ۹۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.

د دغې اداره په اوونیز راپور کې راغلي، ټول ټال ۲۸۹،۸۶۷ کسان د روان میلادي کال په اوږدو کې د ناامنیو او وچکالیو له کبله بې ځایه شوي دي چې په‌دې کې ۶۶۳۵ کسان یوازې د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له کبله بې‌ځایه شول.

د راپور له مخې دا شمېره په ټوله کې د تېرکال همدې مودې په مقایسه د بې‌ځایه شوېو کسانو په شمېر کې ۳۳ فیصده کموالی ښیې.

تېرکال په همدې موده کې د راپور له مخې ۴۳۱۸۷۱ کسان بې ځایه شوي وو.

د ملګرو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، سږکال د بې‌ځایه شوېو ډېره فیصده له بادغیس، هرات او فراه ولایتونو څخه دي.