کونړ کې لسګونو عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د کابل خونړۍ برید وغانده

د کونړ په مرکز اسعداباد کې په لسګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په کابل کې د دیني عالمانو په غونډه ځانمرګی برید وغانده او له حکومته یې وغوښتل چې د پېښې اصلي عاملین پیدا او په سزا دې ورسوي.

په کونړ کې د سولې شورا رئیس حاجې محمد اسماعیل منیب ازادي راډیو ته وویل هر چا چې د دیني عالمانو په غونډه د برید پلان جوړ کړی، غېرې انساني کار يې کړی او د کونړ خلک يې غندي.

هغه وړاندې وویل، دا برید د علماوو پر ضد نه‌دی شوې، بلکې دا د اسلامیت، افغانیت او انسانیت پر ضد شوی دی.

بل‌خوا مولوي نجیب الله حقیار وايي، د دیني عالمانو او دې ته په ورته غونډو برید کوونکي غواړي چې په افغانستان کې د سولې روانو خبرو ته زیان ورسوي.

حقیار وایي:

"دسولې روانې هڅې چې دغه برید د هغو د ناکامولو یوه ناکامه هڅه وه او دغو کړیو وښوده چې دوی په افغانستان کې سوله، امن او د افغانانو خوشحالي نه غواړي."

د غونډې یو بل برخه‌وال مولوي ابراهیم وايي، افغانان د سولې تږي دي، نو هېڅوک نه‌شي کولی چې د سولې د روانو خبرو په وړاندې خنډونه پیدا کړي او اوس هغه وخت را رسېدلی چې حکومت او وسله‌وال طالب سره یو میز ته کیني او د دې ځوریدلي ولس هیله پوره شي.

دوی له حکومته غواړي چې د برید پلان کوونکي او تمویلونکي وپېژنې او سخته سزا ورکړي.

تېره شپه په کابل کې د اورانوس په هوټل کې په زیات شمېر کې دیني عالمانو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «ص» په یاد کې غونډه جوړه کړې وه.

د غونډې د پیل له‌پاره د قرانکریم تلاوت روان و چې په کې چاودنه وشوه او په نتیجه کې يې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه برید افغان دولت، عامو خلکو ،وسله‌والو طالبانو او نړیوالو هم غندلی دی.

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د انوري راپور

راپور : روح الله انوري- کونړ