ټاکل شوې چې د کرکټ د ۱۰ اوریزه یا ټي ټېن کرکټ سیالیو دوه پړاوه سیالۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.
که څه هم تر دې دمه د دغه سیالیو پوره مهالوېش نهدی اعلان شوی، خو د کرکټ د نړیوالې شورا د وېبپاڼې د راپور پر اساس لومړۍ سیالي بهيې نن مازدیګر د افغانستان پر وخت ۵ بجې د سنده او راجپوت لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
په دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي شته، سمیعالله شینواری په سنده او کریم جنت، قیس احمد او محمد شهزاد محمدي په راجپوت لوبډلو کې لوبېږي.
د دوی تر څنګ د راشد خان او محمد نبي په ګډون ۱۲ نور افغان لوبغاړي هم د دغه سیالیو په بېلابېلو لوبډلو کې اخیستل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په یادو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د لوبېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه سیالۍ د افغان لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو تر څنګ، په اقتصادي لحاظ هم دوی ته ګټورې دي.