سکاټ مېلر د غزني ولایت امنیتي وضعیت وارزاوه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د غزني امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف د چهارشنبې په ورځ دغه ولایت ته ورغلی و.

مېلر په غزني کې له دولتي او نظامي چارواکو سره په لیدنه کې پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي له دغه لیدنې وروسته رسنیو ته وویل، غزني ولایت له تېر یوه کال راهیسې د مخالفینو له امنیتي تهدیداتو سره مخ و.

هغه زیاته کړه:

"هغوی د سیمې د استخباراتو په همکارۍ دلته تهاجمي بریدونه درلودل، خو اوس وضعیت په بشپړه توګه کنټرول دی."

ښاغلي کلیمزي د دې تر څنګ په ځینو نورو پلانونو او مشورو له سکاټ مېلر سره خبرې وکړې.

سکاټ مېلر هم په خپلو خبرو کې وویل:

"زه ژمنه کوم چې څه هم زموږ له وسه کېږي موږ به‌یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره کوو."

سکاټ مېلر د غزني له چارواکو سره

دا چې د غزني وضعیت تر بل هر وخت زیات خراب دی، نو مېلر وویل:

"د عملیاتو پر وخت به د افغان هوايي ځواکونو هوايي ملاتړ کوو او هغه ولسوالۍ او سیمې چې په دا وروستیو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي، بېرته نیسو او پوستې به په‌کې اچوو او بېرته به‌یې اکمالوو."

مېلر وویل:

"په‌دغه وخت کې چې د سولې خبرې دوام لري، نو زه هیله‌مند یم چې د افغانستان ټول ولسونه او قشرونه به د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او موږ به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو.​"

سکاټ مېلر په داسې حال کې غزني ولایت ته سفر کوي چې د دغه ولایت له ۱۸ ولسوالیو څخه ۹یې یو مخ سقوط، د څلورو مرکزونه‌یې د وسله‌والو له لوري محاصره، د درېیو لارې بندې او د پاتې نورو یې مرکزونه د غزني ښار ته راوړل شوي دي، خو د دې تر څنګ هره شپه تر سهاره د غزني د ښار پر کمربندي پوستو جګړې روانې وي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر