انټرپول د جنوبي کوریا کېم جونګ ینګ د دغې ادارې مشر وټاکه

کېم جونګ ینګ

انټرپول یا نړیوالو پولیسو د جنوبي کوریا کېم جونګ ینګ د دغې ادارې د مشر په توګه وټاکه.

په‌دې سره د دې پُست لپاره هغه روسي کاندید ماته وخوړه چې د امریکا، بریتانیا او نورو اروپایي هېوادونه‌یې سخت مخالف وو.

انټرپول پر ټویټر لیکلي چې کېم جونګ ینګ د نومبر په ۲۱مه د یوې رأی‌ګېرۍ په نتیجه کې د دوو کلونو لپاره وټاکل شو.

دا رأی‌ګېري داسې مهال وشوه چې د کرملېن منتقدینو او لوېدیځو قانون جوړوونکو اندېښنه درلوده چې روسي پولیس الکساندر پروکوپچوک «Aleksandr Prokopchuk» چې دا مهال د انټرپول مرستیال دی، ښایي دغه پُست ته انتخاب شي.

د یوه روسي له‌خوا د دې ادارې د مشرۍ لیدلوري مخالفان وایي، دې ادعاوو ته په پام چې مسکو له‌دې ادارې څخه د خپلو سیاسي دښمنانو د تعقیب لپاره کار اخلي، په‌دې پُسټ کې د روسي ګمارل به خطرناک وي.

انټرپول چې ۹۵ کاله‌یې د فعالیت څخه تېرېږي د فرانسې په لیون ښار کې موقعیت لري.

د کېم تر ټاکل کېدو وروسته د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پروکوپچوک به له‌دې وروسته هم د دغې ادارې د مرستیال په توګه خپله دنده پر مخ یوسي.