په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې نن له غرمې مخکې غزني ته تللی و، بېرته کابل ته ستون شو.
دغه امریکایي جنرال د غزني له والي او نورو امنیتي چارواکو سره لیدلي او پهدغه ولایت کې یې د پراخو پوځي عملیاتو د پیلېدو او له وسلهوالو طالبانو څخه د سیمو د بېرته نیولو ډاډ ورکړ.
د دغه څو ساعته سفر په ترڅ کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې پر سکاټ مېلر راکټي برید شوی دی، خو په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت پهدې اړه بېخبري ښیي او وایي، که د طالبانو غیر منظم راکټونه لګېدلي هم وي له سکاټ مېلر څخه لیرې وو او د دوی په خبره ښایي ملکیان پهکې په نښه شوي وي.
د دغو ځواکونو له لوري پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې د ناټو پیغام واضح دی هغه دا چې دا کار دې بس کړي.
دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر غزني ته تللی.
سکاټ مېلر داسې وخت غزني ته تللی چې پهدې وروستیو کې د دغه ولایت په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې وسلهوالو طالبانو ګڼ بریدونه کړي او لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.