د امریکا د کانګرس ځینو غړو پر ولسمشر ډونالد ټرمپ لهدې کبله انتقاد کړی چې د سعودي عربستان په اړه د نړیوالو اعتراضونو سره سرهیې دغه هېواد د امریکا کلک شریک بللی دی.
پر سعودي عربستان پهدې وروستیو کې د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په تړاو نړیوال اعتراضونه ډېر شوي دي.
څو ساعته وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له ریاض سره د خپلو اړیکو دفاع وکړه او ویېویل چې سعودي عربستان به په امریکا کې تر پخوا ډېره پانګونه وکړي، د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي باب کورکر او د همدې کمېټې ډموکرات غړي باب مینن دیس غبرګون وښود.
لهدوی سره د امریکا د کانګرس یو شمېر نور غړي هم پر ولسمشر ډونالد ټرمپ په انتقادونو کې همغږي شول.
د سعودي پر چارواکو وروسته له هغې نړیوال انتقادونه زیات شول چې سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي د قونسلګرۍ دننه ووژل شو.
خاشقجي چې د واشنګټن پوسټ سرهیې همکاري کوله په امریکا کې اوسېده.
سعودي چارواکو استخباراتي اجنټان د دې وژنې مسؤل بللي او دا ادعا یې رد کړې چې ګوندې ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان د دې عملیاتو څخه خبر و.