«م. م»: د کابل د پروني ځانمرګي برید عاملان دې محاکمه شي

ملګرو ملتونو ویلي چې د کابل د پروني ځانمرګي برید عاملان باید محاکمه شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما نن په دې اړه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په حواله لیکل شوي:

"د کابل پرونی برید له قساوت پرته بل څه نه‌و او هغه کسانو چې دا برید کړی باید محاکمې ته راوکاږل شي."

د یوناما اعلامیه زیاتوي چې ملګري ملتونه د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن دي، څو په مټ‌یې روانه جګړه ختمه شي او افغان دولت وتوانېږي چې خپله انرژي د خلکو په خوندیتوب مصرف کړي.

په کابل کې پرون د دیني عالمانو په یوه غونډه ځانمرګي برید چې د هوايي ډګر په واټ په یوه صالون کې وشوه ۵۰ کسان ووژل او ۸۳ نور کسان‌یې ټپيان کړل.

اکثر قربانیان دیني عالمان و.