په هرات کې ۲۰ مېرمنې د کورنیو باغچو په برخه کې وروزل شوې

په هرات ولایت کې ۲۰ مېرمنې د کورنیو باغچو په برخه کې وروزل شوې.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، دغه روزنیز پروګرام په کرخ ولسوالۍ کې په لاره اچول شوی و.

د خزاني سبو کرکېله او په کورنیو باغچو کې کرکېلې ته د ځمکې چمتو کول هغه موضوعات و چې په‌دې روزنیز پروګرام کې مېرمنو ته وروښودل شول.

د دې روزنیز پروګرام موخه د کتار په ډول د سبو د کرکېلې ترویج او همداراز د کرخ ولسوالۍ په کلیو کې د خوارځواکۍ د کچې ټیټول ښودل شوي دي.