افغان حکومت نن چهارشنبه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی

افغان حکومت پرون سې شنبې ماښام د میلاد النبي پر مراسمو د ځان وژونکي برید او په‌کې د اوښتې درنې مرګ ژوبلې له امله، نن چهارشنبه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ولسمشر اشرف غني د لارښوونې پر بنسټ به نن چهارشنبه په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.

د امنیتي چارواکو په وینا د سې شنبې په ماښام یو ځان وژونکی بریدګر د کابل په ۱۵مه ناحیه کې د اورانوس په هوټل کې هغه محفل کې چاودنه وکړه چې په‌کې یو شمېر دیني عالمان او عام افغانان د میلاد النبي په مناسبت یوې غونډه کې راټول شوي وو.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مجروح د سې شنبې په ماخوستن ازادي راډیو ته وویل چې له دې پېښې لږ تر لږه ۵۰ جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي.

مجروح زیاته کړه:

"د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په‌دې پېښه کې ۵۰ تنه هېوادوال شهیدان شوي او تقریباً ۷۲ نور ټپیان شوي دي."

د ښاغلي مجروح په وینا د ۲۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاندویانو بیا د وژل شویو شمېر ۴۳ تنه یاد کړی او د ټپیانو یې تر ۶۰ زیات بللی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د اورانوس په هوټل کې د دې محفل جوړوونکو پولیس مخکې له مخکې د خپلې غونډې په اړه نه‌و خبر کړي.