د انټرپول د نوي مشر د ټاکلو لپاره به رأیې ورکړل شي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د نوي مشر د ټاکلو لپاره رأیې ورکړل شي، د روسیې د اپوزېسون فعالانو، امریکايي سناتورانو او د ځینو نورو هېوادونو چارواکو پر دې نړیواله څوکۍ د روسیې د کورنیو چارو د وزارت د یو لوړپوړي چارواکي د انتخابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې پر روسیې د هغو تورونو سربېره چې ګوندې د انټرپول پولیسو په وسیله خپل سیاسي مخالفان تعقیبوي، د دې زیات احتمال شته چې ۵۶ کلن روسي جنرال الکساندر پروکوپچوک د انټرپول مشر غوره شي.

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د پولیسو مشران په دُبۍ کې په یوه څلور ورځنۍ غونډه کې راټول شوي او نن د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د نوي مشر د انتخاب لپاره رأیه ورکوي.

د دې ادارې اوسنی رئیس د جنوبي کوریا کېم جونګ ینګ دی.

نوموړی هم د دې څوکۍ یو کاندید دی.

د انټرپول پولیسو مرکزي دفتر د فرانسې په لیون ښار کې دی.