ارګ وايي چې د ولسمشر د لارښوونې سره سم به نن چهارشنبه په ټول هېواد کې ملي ماتم او په په هېواد کې دننه او په سیاسي نمایندګیو کې به د افغانستان ملي بیرغ نیمښکته وي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند بصیر مجاهد په وینا یو ځانوژونکي بریدګر، د ماښام د شپږو بجو او لس دقیقو په شاوخوا کې د کابل د ۱۵مې ناحیې په مربوطاتو کې د اورانوس په هوټل کې د میلاد النبي مراسم په نښه کړل چې پهکې یو شمېر دیني عالمان او عام افغانان راټول شوي وو.
ښاغلي مجاهد چې د سې شنبې په ماخوستن ازادي راډیو سره خبرې کولې، د وژل شویو شمېر ۴۳ یاد کړ او د ټپیانو شمېر یې تر ۶۰ زیات وباله.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم تېر ماښام له ازادي راډیو سره خبرو کې د مرګ ژوبلې ورته شمېره یاده کړه او ویېویل:
"دا یو انتحاري حمله وه چې د میلاد نبي په مناسبت په یو جوړ شوي محفل کې شوې. له بېلابېلو سرچینو څخه چې موږ کوم راپورونه تر لاسه کړي، ۴۳ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي."
د ښاغلي دانش په وینا په قربانیانو کې ټول هغه دیني عالمان او عام افغانان شامل دي چې په یو هوټل کې د میلاد نبي په مراسمو کې راټول شوي وو.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزات چارواکي بیا په چاودنه کې د وژل شویو شمېره زیاته ښيي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح ازادي راډیو ته وویل له دې پېښې څخه لږ تر لږه ۵۰ مړي روغتونونو ته وړل شوي دي.
ښاغلی مجروح زیاتوي:
"د روغتیا وزارت د شمېرو پر اساس په دې پېښه کې ۵۰ هېوادوال شهیدان شوي او تقریباً ۷۲ نور ټپیان شوي دي. ټپیان زیاتیې وزیر اکبر خان، شېخ زاید او اېمرجنسي روغتونونو ته انتقال شوي دي."
ښاغلي مجروح وویل چې د شلو ټپیانو روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ دی.
له دې سره دا اندېښنې شته چې ښايي په دې برید کې د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.
ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله او د افغانستان د دیني عالمانو شورا دا برید غندلی.
دا چې انتحاري څنګه، دې محفل ته په ننوتلو وتوانېده، د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په ورځ د کابل په ګڼو برخو کې دیني عالمانو او عام افغانانو د میلاد النبي په مناسبت محفلونه جوړ کړي و.
د ښاغلي مجاهد په وینا ځینو چې پولیس په کتبي یا شفاهي ډول د خپلو مراسمو په اړه خبر کړي وي، دوی هغو سیمو کې امنیت نیولی و، خو د د دې مراسمو تنظمیوونکو پولیسو ته اطلاع نهوه ورکړې.
مجاهد وايي:
"ان که ټیلیفوني هم چا تماس نیولی و د پولیسو او یا د کورنیو چارو وزارت سره، موږ هلته امنیتي تدابیر درلودل، خو د اورانوس د هوټل د محفل په اړه هغه راپور چې موږ د اوپراسیون څخه ترلاسه کړی، چا موږ ته اطلاع نهوه راکړې او پولیس پرې خبر نهوو."
بلخوا پر افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله او نورو چارواکو سربېره، د افغانستان د دیني عالمانو شورا د میلاد النبي پر محفل دا برید غندلی او دا یې د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.
د کابل ولایت د دیني عالمانو د شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني ازادي راډیو ته وویل:
"هر چا دا حمله کړې، موږ یې په شدیدو ټکو غندو، دا د اسلام له نظره ناروا ده، مطلقه حرامه ده، د کفر اعمالیې ترسره کړي."
د بخښنې نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو، په کابل کې د امریکا سفارت او نورو نړیوالو ادارو هم دا برید په سختو ټکو غندلی دی.