د انټرپول مشرتابه لپاره د پرکوپچوک ټاکنه او د امریکایي سناتورانو خبرداری!

آلکساندر پرکوپچوک

هغو راپورونو ته په پام سره چې ښایي د نړیوالو پولیسو یا انټرپول د ریاست لپاره د روسیې د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی غوره شي، د امریکایي سناتورانو په ګډون له مختلفو لورو د پولیسو پر دغې نړیوالې ادارې فشارونه په زیاتېدو دي.

د بریتانوي رسنیو د راپور له مخې ډېر احتمال شته چې ۵۶ کلن جنرال آلکساندر پرکوپچوک «Aleksandr Prokopchuk» د انټرپول د رئیس په توګه غوره شي.

د پولیسو رئیسان به په دُبۍ کې په څلور ورځنۍ غونډه کې سبا چهارشنبه د نوي رئیس د ټاکلو لپاره رأیې واخلي.

د انټرپول مرکزي دفتر د فرانسې په لیون ښار کې دی او دغه نړیواله اداره د ملي پولیسو د خدمتونو لپاره چې د خپلو هېوادونو له پولو بهر یو مشکوک کس تعقیبوي، د یوه کور حیثیت لري.

انټرپول په خپله دا صلاحیت نه‌لري چې خلک ونیسي.

پر انټرپول انتقاد کوونکو خبرداری ورکړی چې یو شمېر هېوادونه ورځ تر بلې د دغې ادارې له چوکاټه په استفادې پر سیاسي انګېزو د خلکو د تعقیبولو لپاره کار اخلي او د سرو یادداښتونو په نوم خبرداري خپروي.

د دغو یادداښتونو یا امرونو پر اساس د انټرپول غړي هېوادونه مکلف دي چې هغه مشکوک کسان چې بل غړي هېواد یې د نیولو غوښتنه کړې، په نښه کړي.

د انټرپول د ریاست لپاره تر رأیې ګېرۍ مخکې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې که پرکوپچوک د رئیس په توګه غوره شي، په دغې ادارې کې به د خپل هېواد غړیتوب وځنډوي.

ارسین اواکوف د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې روسیې ته د انټرپول د ریاست د چارو سپارل به غیر منطقي او د دغې ادارې له روح او اهدافو سره په تضاد کې وي.

د روسیې له‌خوا د انټرپول د ریاست د احتمالي ترلاسه کېدو په وړاندې د امریکایي مخکښو جمهوري غوښتونکو مارکو روبیو او راجروایکر او او ډموکرات سناتورانو جین شهین او کریس کوونس په ګډون یوې ډلې سناتورانو اعتراض کړی دی.

دوی په یوه لیک کې ویلي چې روسیې په منظم ډول له انټرپول څخه د سیاسي مخالفانو، انتقادکوونکو او خبریالانو د ځورولو او پر هغوی د فشارونو لپاره ناوړه استفاده کړې ده.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف پر امریکایي سناتورانو انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې دغه لیک‌یې د انټرپول په انتخاباتي پروسه کې د مداخلې ښکاره بېلګه ده.

دمیتري پسکوف

د بریتانیا د پارلمان یوې ډلې وکیلانو هم په تېر جون میاشت کې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید ته په یوه استولي لیک کې له هغه غوښتي و چې د انټرپول د معلوماتو د ذخیرې مرکزونو یا ډېټابېسونو ته د مسکو د لاسرسي د مخنیوي غوښتنه وکړي.

په لیک کې خبرداری ورکړل شوی و چې د انټرپول په سیستم کې د روسیې شراکت دې ته زمینه برابره کړې چې دا هېواد پرله‌پسې د «بېل براوډر» چې یو وخت په روسیه کې تر ټولو لوی بهرنی پانګه‌وال ګڼل کېده او اوس د روسیې له‌خوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو په وړاندې تبلیغي فعال دی، د نیولو لپاره خبرداري خپاره کړي.

براوډر چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې روسیې ته له داخلېدو منع شوی و، تر اوسه په مختلفو هېوادونو کې څو ځلې توقیف شوی دی.

وروستی ځل د روان کال په مې میاشت کې په اسپانیا کې ونیول شو څو انټرپول د هغه د نیولو لپاره د روسیې غوښتنه وڅېړي.

د روسیې د اپوزېسیون مخکښې څېرې الکسي ناوالني چې تر اوسه څو ځلې په روسیه کې توقیف شوی، هم ویلي چې ملاتړي یې د روسیې د حکومت له لوري انټرپول ته د هغوی د نیولو د امرونو د صادرولو له امله له هېواده بهر ځورول شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

په دې اړه نور:

الکسي ناوالني وايي، له روسیې له وتلو منع شوی

د انټرپول لپاره نوی رئیس وروسته له هغې ټاکل کېږي چې مخکېنی چینایي رئیس‌یې په تېر سپټمبر میاشت کې په چین کې ونیول شو.

مینګ هونګوي چې د چین د عامه امنیت د چارو مرستیال وزیر و، پیکېنګ د رشوت او د چین د ولسمشر شي جین پېنګ د ادارې چارواکو ته په نه‌وفادارۍ تورن کړی دی.

وروسته له هغې چې پر انټرپول انتقادونه زیات شول چې حکومتونه د خلکو د نیولو لپاره د امرونو په خپرولو سره له دغې نړیوالې ادارې څخه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره کار اخلي، دوه کاله مخکې انټرپول د سرو یادداښتونو د سیستم اړوند د قانوني چوکاټ د پیاوړي کولو لپاره نوي اقدامات وکړل.

د دغو اقداماتو په ترڅ کې یو هم دا دی چې د وکیلانو او نورو متخصصینو یوه نړیواله ډله به مخکې له دې چې انټرپول د یو چا د تعقیبولو او نیولو لپاره د حکومتونو له‌خوا نړیوال امرونه صادر کړي، دغه اداره به‌یې د خپلو طرزالعملونو سره سم څېړي.