اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو د ملاتړ تر څنګ د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو هېوادونو غواړي چې پهدغه بهیر کې له افغانانو سره رښتیني همکاري وکړي.
اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو يوازنۍ حللار د سولې خبرې اترې بولي او پهدې برخه کې د روانو هڅو ملاتړ او هرکلی کوي.
د کابل په دفتر کې د دغې اتحادیې ویاندې انا کارن فریز د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې اروپايي اتحادیه د افغانستان د جګړې پر ټولو خواوو په ځانګړي توګه په طالبانو غږ کوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.
نوموړې وايي:
"اروپايي اتحادیه د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي او پهدې برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د پام وړ بدلونونه ویني او په افغانستان کې د روانې شخړې يوازنۍ حللار د سولې مذاکرات بولي."
دا پهداسې حال کې ده چې اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو او د افغانستان د روان وضعیت په اړه يو راپور خپور کړ چې پهکې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو اترو ملاتړ شوی او د دغه هېواد په قضیه کې له ښکېلو اړخونو غوښتل چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره رښتیني همکاري وکړي.
په دې اړه نور: صافی: د افغانستان په سوله کې د اروپايي هېوادونو همکاري اړینه دهپهدغه راپور کې ویل شوي چې اروپايي اتحادیه د ۲۰۱۷ میلادي کال د ستراتېژۍ له مخې په افغانستان کې د سولې او قانون د حاکمیت لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
دغې اتحادیې په افغانستان کې د سولې او ثبات او د تلپاتې ودې لپاره د ژینو راتلونکی کنفرانس د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره د همکارۍ یو بل مهم فرصت بللی چې په وینا یې پهکې به د اصلاحاتو او سالمې ادارې د رامنځته کولو په برخه کې هغه پرمختګونه ارزول کېږي چې د افغانستان حکومت د نړیوالو مرستو د دوام لپاره د بروکسل د ۲۰۱۶ میلادي کال په نړیوال کنفرانس کې یې ژمنې کړې وې.
دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان او سیمه کې د افغانستان د جګړې له بېلابېلو اړخونو سره ولیدل او ډاډ یې څرګند کړ چې له طالبانو سره توافق ته نږدې شوی دی.
په دې اړه نور: ارګ: زلمي خلیلزاد نن په کابل کې له ولسمشر غني سره کتليپه همدې حال کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د سولې د هڅو د ګړندي کېدو لپاره به د روانې اوونۍ تر پایه د سولې ملي مشورتي بورډ ته د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ګډون د ټولنې د مختلفو قشرونو د استازو د معرفي کولو پروسه بشپړه شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ رئیس حکمتالله اعظمي وايي چې د اروپايي اتحاديې څرګندونې د افغانستان د سولې بهیر سره کومه مرسته نهشي کولای او يوازې د يوې بیانیې په سترګه ورته ګوري.
ښاغلي اعظمي زیاته کړه:
"اروپايي اتحادیه يوازې دا کوښښ کوي چې هم امریکا دلته خوشحاله وساتي او د افغانستان دولت ته يو نوع خوښي ورکړي چې موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت باندې د سولې د بهیر ملاتړ کوو او دا د يوې بیانیې نه علاوه نور هېڅ هم نهدي."
خو له دې ټولو سره سره د امریکا د دفاع وزارت د یوې نوې څېړنې له مخې د افغانستان او متحده ایالاتو حکومتونو د سولې بهیر ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې ډېر لږ پرمختګ کړی دی.
پهدغه څېړنه کې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي او د جګړې له اوږدېدو سره د افغانانو د بشري اړتیاوو او ستونزو د لا زیاتېدو خبره هم شوې.
راپور: محمد واصل وصال