ټاکل شوې چې سبا د لس اوریزو لوبو دوهم پړاو سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.
په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون لري چې ۱۶ افغان لوبغاړي هم پهکې اخيستل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ دغه سیالۍ د افغان لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو تر څنګ، په اقتصادي لحاظ هم دوی ته ګټور بولي.