د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره افغان لوبډله له د بنګله‌دېش سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله نن د سوبروټو کپ په پایلوبه کې د بنګله‌دېش په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې وړاندې ۷ لوبې کړي او ټولې یې ګټلې دي.

د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو په خبره، افغان لوبډله به د بنګله‌دېش په وړاندې په لوړ مورال سره میدان ته ښکته شي او د بریا جام به د افغانستان په نوم کړي.