په یمن کې د اوربند د ټینګېدو د هڅو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو د یوه پرېکړهلیک مسوده وېشل شوې چې د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې سمدستي د یمن په بندري ښار حدیده کې چې له څو ورځو راهیسې د درنو نښتو شاهد دی، اوربند وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک په مسوده کې چې د بریتانیا لهخوا پرون دوشنبه د دې شورا پر ۱۵ دایمي او موقتي غړو باندې وېشل شوې، په یمن کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوي چې په دې هېواد کې د درې کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.
د پرېکړهلیک مسوده همداراز له ښکېلو اړخونو غواړي چې په یمن کې د بشري بحران د لهمنځه وړلو لپاره چې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بحران یاد شوی، چټک اقدامات وکړي، دغه بحران یمن د قحطۍ لور ته بیولی دی.
د پرېکړهلیک دغه مسوده چې کاپي یې خبري اژانسونو ته رسېدلې، د عبدالربه منصور هادي په مشرۍ د یمن له حکومت څخه چې د نړیوالو لپاره رسمیت لري او هم له حوثي یاغیانو غواړي چې د مهم بندري ښار حدیده شااوخوا سیمو کې د اوربند له ټینګېدو سره موافقه وکړي.
یمنیان د سوداګريزو توکو او د بشري موادو لکه خوراکي موادو، اوبو، تېلو، درملو او د نورو اړتیا وړ موادو د تمویل له پلوه په بشپړه توګه پر دغه بندر اتکا کوي چې په سلو کې ۷۰ لارې یې بیا د حوثي یاغیانو په کنټرول کې دي.
د حوثیانو تر کنټرول لاندې شااوخوا سیمې په وروستیو کې د درنو حملو او هوایي بمباریو شاهدې وې چې په وروستیو ورځو کې یو څه کمې شوې وې.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک په مسوده کې دغهراز د جګړې ښکېلو اړخونو ته دوه اوونۍ وخت ټاکل شوی چې د بشري مرستو رسولو په لاره کې ټول خنډونه لیرې کړي.
د پرېکړهلیک دغه مسوده پر دې سربېره چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر سعودي عربستان او حوثیانو ډېر فشارونه راوړي، د یمن د کم ارزښته شوې پیسې د پیاوړي کېدو او دولتي مأمورینو ته د تنخواوو ورکولو لپاره د دې هېواد له اقتصاد سره په پراخه پیمانه د بهرنیو اسعارو د تزریق غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یمن کې د اوربند لپاره هڅې په داسې وخت کې تېزوي چې ټاکل شوې، د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارټین ګریفیټ په څو راتلونکو ورځو کې سیمې ته لاړ شي او هڅه به وکړي چې ټول اړخونه د یوه مېز تر شا سره راټول کړي.
د یمن رسمي خبري اژانس سبا د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې د یمن حکومت د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټین ګریفیټ ته ویلي چې یو پلاوی به د سولې د خبرو لپاره واستوي.
له دې مخکې د یمن د حوثي یاغیانو د انقلابي عالي کمېټې مشر محمد علي الحوثي ویلي وو چې دی غواړي چې حوثیان د ټولو پوځي عملیاتو د درولو لپاره خپل تیاری اعلان کړي او همداراز پر سعودي عربستان د توغندیو بریدونه بند کړي.
سعودي عربستان هم چې د متحده عربي اماراتو او اوو نورو عربي هېوادونو په ګډون د حوثي یاغیانو په وړاندې جګړه کې د یوه ائتلاف مشري کوي، د نویو خبرو اترو هرکلی کړی دی.
د اوربند د ټینګېدو او د سولې د احتمالي خبرو د پیلېدو د هڅو سره سره راپورونه وایي چې د دوشنبې د ورځې په وروستیو کې په بندري ښار حدیده کې د حوثي یاغیانو او د حکومت پلوو ځواکونو ترمنځ سختې نښتې بیا پیل شوي دي.
تېره اوونۍ د عبدالربه منصور هادي په مشرۍ د حکومت پلوو ځواکونو پراخه حمله درولې او ډېر تمرکز یې د ښار په ختیځې برخې چې ورڅخه یاغیانو د توپونو ډزې کولې، کړی و.
د یمن په کورنۍ جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او په ميلیونونه نور هم له لوږې سره مخامخ دي.