د شیکاګو پولیس وايي چې یوه وسلهوال د ښار په روغتون کې ډزې کړي او د یو پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه درې کسانیې وژلي دي.
د شیکاګو د ښاروال رام امانوئل «Rahm Emmanuel» په وینا پر پولیس افسر سربېره یو ډاکتر او د روغتون د درملتون یو کارکوونکی هم وژل شوی.
چارواکي وايي، برید کوونکی هم مړ دی، خو معلومه نهده چې د پولیسو په ډزو لګېدلی که یې خپله ځان وژلی دی.
د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي چې بریدکوونکي هغه مهال ډزې پیل کړي چې د موټرو پارکېنګ ته نږدې له یوې ښځې سره روان و او ناڅاپهیې پر همدې ښځې څو ډزې وکړې او وروسته روغتون ته ننووت او ډزو تهیې دوام ورکړ.