د غور – هرات پر لویه لار ناڅرګندو وسله والو درې تنه مسافر وژلي

د غور امنیتي چارواکي وايي، د غور – هرات پر لویه لاره ناڅرګندو وسله والو درې تنه مسافر وژلي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ د امنیت سرپرست امر سید ضیا حسیني ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي مسافر د دایکنډي ولایت اوسېدونکي وو او غور ته روان وو.

نوموړي ویلي، د پره خانې په سیمه کې وسله والو طالبانو دوه موټر ودرولي دي او پکې پر سپرو کسانو یې ډزې کړي دي.

د ښاغلي حسیني په وینا، په پېښه کې د یوې ښځې په شمول درې تنه ټپیان شوي دي.

د غور د روغتون چارواکو د یوه ټپي وضعيت د اندېښنې وړ بللی دی.