په کابل کې د متشبثو ښځو دوه ورځنی ملي کنفرانس جوړ شو

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت په نوښت د دوشنبې په ورځ په کابل کې د متشبثو ښځو دوه ورځنی ملي کنفرانس جوړ شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې له خصوصي سکټور په ځانګړې توګه، متشبثو ښځو سره ځانګړې مرسته د ملي وحدت حکومت له لمړیتوبونو څخه دي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۸» د متشبثو ښځو دوه ورځني ملي کنفرانس د پيل په ځنډه کې خبریالانو ته وویل، یو شمېر متشبثې ښځې يې کابل ته راغوښتي، څو په کارځای کې د شته ستونزو د حل په هدف، حل لارې له دوی سره شریکې کړي.

مسافر قوقندي

نوموړي وویل:

"د افغانستان د متشبثو ښځو د ملي کنفرانس چې د سوداګرۍ او صنایع وزارت له لوري جوړ شوی، هدف‌یې د سوداګرو ښځو پروګرامونه او پلانونه تشریح کول او ستونزې ته‌یې حل لارې لټول دي، متشبثې ښځې مو کابل ته راغوښتي چې دوی څه اړتیاوې لري او موږ ورته څه کولای شو."

دی وايي چې په دغه دوه ورځني ملي کنفرانس کې له ۱۲ ولایتونو لسګونه ښځې به له یو بل سره خپلې وړتیاوې او مهارتونه شریک کړي او هم به ستونزې چارواکو ته ووايي.

که څه هم یو شمېر متشبثې ښځې وايي چې کارونه‌یې له پخوا ښه شوي، خو اوس هم د امنیت په ګډون بازار موندنې او خامو موادو ته کم لاسرسی یې تر ټولو عمده ستونزې دي.

نازیه بشرمل چې په کندهار کې د لاسي تولیداتو شرکت لري، ازادي راډیو ته وویل چې اته کاله کېږي چې شااوخوا ۵۰ بې‌وزله، کونډې او کډوالې ښځې ورسره کار کوي.

دې وویل:

"زه له کندهاره راغلې یم، شرکت لرم چې پنځوس ښځې راسره کار کوي، زموږ ستونزې د ځای تنګوالی دی، ښځې ډېر او ځای کم دی او بل د بازار نشتوالی غټه ستونزه ده."

په بامیان ولایت کې د ګوهرشاد ټولنې مشره زهرا نظري وايي چې په کار ځای کې د برښنا نشتوالی یې کارونه پڅ کړي دي.

دې زیاته کړه:

"د مناسب بارز نشتوالی، خامو موادو ته نه‌لاسرسی او دا چې برښنا نه‌لرو، کارونه مو پڅ پر مخ ځي."

افغانې متشبثې ښځې وايي، دوی شااوخوا ۱۵۰۰ شرکتونه لري چې قالینې، ګلیم، خامک لباس، د جواهراتو جوړول او یو شمېر نور بېلابېل لاسي توکي د دوی عمده تولیدات دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې کله چې حکومت له بازاره د اړتیا وړ توکي رانیسي، د ولسمشر د ځانګړې سپارښتنې له مخې، د افغان ښځو تولیدات باید ۳۰ فیصده له لومړي قیمته په لوړه بیه وپېري.

مسافر قوقندي زیاتوي چې تر اوسه د افغان سوداګرو ښځو د تولیداتو لپاره‌یې لس نندارتونونه جوړ کړي چې ښه نتیجه‌یې هم درلوده.

راپور: رحمت‌الله افغان