په یمن کې د حوثیانو یوه رهبر د ډرون او توغندیو د بریدونو د درېدو امر کړی

په یمن کې د حوثي یاغیانو یوه مهم چارواکي د جګړو کمولو ته تیاری ښودلی او ویلي یې دي چې د ده ډله به د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې بندې کړي.

د حوثي یاغیانو د عالي انقلابي کمېټې مشر محمد علي الحوثي چې د یمن له مهمو سیاسي شخصیتونو څخه دی، پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي، د ده ډله د یمن له ټولو رسمي ګوندونو غواړي چې د اوربند غوښتنه وکړي.

هغه له خپلو وسله‌والو غوښتي دي چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله حملې بندې کړي.

الحوثي وویل، د یمن ټولو رسمي ډلو او ګوندونو ته بلنه ورکوو چې د یرغلګرو هېوادونو پر وړاندې په جګړه کې د توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله حملې بندې کړي، څو د یمن د اشغال او محاصرې د دوام لپاره له مقابل لوري پلمه واخلو او په عین حال کې په ټولو جبهو کې هر راز پوځي عملیات بندوي، څو سولې ته د رسېدو پر وړاندې خنډ له‌منځه ولاړ شي.

علي الحوثي وویل، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د حملو له بندولو د ده هدف دا دی چې د ملګرو ملتونو د استازي د هڅو ملاتړ وکړي او خپل نېک نیت څرګند کړي.

هغه زیاته کړه چې ده دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د ملګرو ملتونو له استازي سره‌یې تماس ټینګ شو او هغه ترې وغوښتل چې د توغندیو او ډرونونو په وسیله حملې بندې کړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس د جمعې په ورځ وویل، دی په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ د یاغیانو تر ولکې لاندې صنعا ښار ته سفر وکړي، څو په سویډن کې د سولې د کېدونکو خبرو لپاره تیاری او د سمون چارې بشپړې کړي.

ګریفیټس په سپټمبر میاشت کې وروسته له دې چې د سولې لپاره پلان‌یې ناکام شو، ویلي وو چې هم د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې د یمن حکومت او هم حوثي یاغیانو د یوې سیاسي حل لارې لپاره کار ته نوې ژمنې کړي او ټینګ ډاډ یې ورکړی دی چې د سولې په راتلونکو خبرو کې به ګډون کوي، خو د دې خبرو لپاره تر اوسه کومه نېټه نه‌ده ټاکل شوې.

دغلته جګړو تېره اوونۍ وروسته له هغه زور واخیست چې نښتې د سرې بحیرې پر غاړه پراته بندري ښار حدیدې ته ورسېدلې.

دا ښار تقریباً د ټولو هېوادونو د تجارتي مالونو او د بشري مرستو د رسولو خورا مهم بندر دی.

حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د یمن پلازمېنه صنعا او حدیده ښار ونیول چې په نتیجه کې یې سعودي عربستان او متحدانو یې یو کال وروسته د حکومت په پلوۍ په یمن کې مداخله وکړه.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، له هغې نېټې وروسته د یمن په جګړه کې نږدې لس زره کسان وژل شوي او له همدې کبله ملګرو ملتونو دا تر ټولو ناوړه بشري کړکېچ بللی دی.

خو د بشري حقونو ډلې وايي چې د دې جګړې تلفات ښايي تر دې پنځه چنده زیات وي.