ټرمپ: د خاشقجي د وژلو په اړه د ثبت شوي غږ معلومات راکړل شوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ده ته د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د ثبت شوي غږ په باب پوره معلومات ورکړل شوي، خو ده په خپله هغه نه‌دي اورېدلي.

جمال خاشقحي د تېرې اکټوبر میاشتې په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

ترکيې امریکا او خپلو نورو لوېدیځو متحدانو ته هغه ثبت شوي غږونه او نور شواهد سپارلي دي چې د سعودي په قونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژلو پر مهال ثبت شوي دي.

ډونالد ټرمپ پرون فاکس نیوز ته وویل، دی د ثبت شوي غږ په اړه پوره خبر دی.

د نوموړي په وینا ثبت شوی غږ ډېر وحشتناک او له تاوتریخوالي ډک دی.

د امریکا استخباراتو ویلي د دوی موندنې ښيي چې د جمال خاشقجي د وژلو امر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی دی، خو سپینه ماڼۍ وايي تر دې مهاله دا ارزونه نه‌شي تأییدولی.

ولسمشر ټرمپ ویلي، د ده په باور محمد بن سلمان ته نږدې کسان د خاشقجي په وژنه کې لاس لري، خو د امریکا ولسمشر ویلي دی غواړي له هغه اتحاديې سره نږدې پاتې شي چې په خبره‌يې په بېلابېلو مسئلو کې ښه ثابت شوی دی.

د ولسمشر ټرمپ ادارې په هغو ۱۷ سعودي چارواکو بندیزونه لګولي دي چې شک پرې کېږي د خبریال جمال خاشقجي په قتل کې ښکېل دي.