د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانټ نن د لومړي ځل لپاره له تهران کتنه کوي او له ایراني چارواکو سره به د دې هېواد او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړي.
د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه په تېر اګسټ میاشت کې د امریکا تر وتلو وروسته جرمي هانټ د لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو لومړنی وزیر دی چې تهران ته ځي.
که څه هم د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ ادارې تېره اوونۍ په خپل راپور کې وویل چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته ژمن دی، خو امریکا پر تهران نوي بندیزونه اعلان کړي دي.
د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر تهران ته تر خپل سفر مخکې ویلي، د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه په منځني ختیځ کې د ثبات لپاره خورا مهمه ده، څو چې ایران دا موافقه مراعت کوي لندن به هم ورته ژمن پاتې وي.
خو جرمي هانټ له ایرانه د امریکا د ولسمشر د غوښتنې پخلی وکړ چې ویلي يې دي چې تهران باید د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام بند کړي او په منځني ختیځ کې له وسلهوالو خپل ملاتړ ختم کړي.