اسوشیټېډ پرس: خلیل‌زاد په قطر کې له مهمو طالب مشرانو سره غږېدلی

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس وايي، د طالبانو مهمو مشرانو په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره درې ورځې خبرې کړي دي.

دې خبري اژانس پرون یکشنبه وویل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هرات والي خیرالله خیرخواه او د طالبانو پخواني پوځي قوماندان محمد فضل په دوحه کې له زلمي خلیل‌زاد سره په خبرو کې ګډون کړی وو.

خیرخواه او فضل له درېيو نورو طالب مشرانو سره په ۲۰۱۴ میلادي کال له ګوانتانامو محبس څخه د یوه امریکايي پوځي باو برېګدال په بدل کې خوشې شول او له هماغه وخته په قطر کې اوسي.

د اسوشیټېډ پرس اژانس پر اساس خلیل‌زاد پرون یکشنبه یو وار بیا له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.