د کورنیو چارو وزارت: د غزني مالستان له مخالفینو تصفیه شو

د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ د دولت له وسله‌والو مخالفینو تصفیه کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پرون یکشنبه وویل، افغان کمانډو، پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هم له دوو خواوو د وسله‌والو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي دي.

دانش دغه‌راز وویل چې شااوخوا ۶ زره ځواکونه د مالستان او جاغوري لپاره ګومارل شوي او ټاکل شوې ده چې په‌دغو ولسوالیو کې پاتې شي.

پرون یکشنبه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د غزني پر جاغوري او مالستان د طالبانو د حملې د انګېزې په اړه وویل:

"ځینو طالبانو له ایران سره اړیکې جوړې کړي او هغه طالبان چې دا حملې یې کړي غواړي چې په‌دې سیمه کې له فاطمیون څخه کار اخیستل توجیه شي او داسې وښيي چې دا سیمې دفاع ته اړتیا لري."

ښاغلي خلیل‌زاد په عین حال کې د دې احتمال یادونه هم وکړه چې اوس د خبرو وخت راغلی او ممکن طالبان به غواړي چې د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره زیاتې سیمې ونیسي او مالستان او جاغوري نسبتاً اسانه هدفونه وو.