د عراق یو مذهبي مشر پرون شپه په ډزو وژل شوی

Adel Abdul Mahdi, the new prime minister, addresses the Iraqi parliament during the vote on the new government, October 24, 3018 in Baghdad. -

د عراق پولیس وايي، د دې هېواد په بصره ښار کې یو مذهبي مشر پرون شپه د خپل کور مخې ته په ډزو وژل شوی دی.

وسام الغراوي په دې وروستیو کې د عامه خدماتو د نیمګړتیاو په اعتراض کې پورته شویو مظاهره چیانو ته ویلي وو چې د خپلو غوښتنو لپاره وسله پورته کړي.

په بصره کې له څو میاشتو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو او برښنا د خدماتو په برخه کې د نیمګړتیاو او ستونزو په اعتراض کې مظاهرې روانې دي.

د تېرې جمعې په ورځ د بصرې ښار د یوې مظاهرې په ثبت شوي ويډیو کې چې په ټولنیزو شبکو خپره شوې، دا وژل شوی مذهبي مشر وايي چې دی به په څو ورځو کې د مظاهره کوونکو د غوښتونو د منلو لپاره د چارواکو پر ضد د وسلې د استعمالولو په اړه فتوا ورکړي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د وسام الغراوي د وژلو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخيستی.