د افغانستان د مشرانو جرګې غړي او اداري پلاوی ټینګار کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د کندهار د وژل شوي امنیه قوماندان عبدالرازق د وژل کېدو په اړه څېړنې بشپړې او له ملت سره دې شریکې کړي.
دوی پر حکومت او په تېره پر امنیتي او کشفي ارګانونو غږ کوي چې د کندهار د وژل شوی امنیه قوماندان عبدالرازق د ترور په اړه دې د څېړنو نتیجې له دوی سره شریکې کړي.
دوی د یکشنبې په ورځ د لړم په ۲۷ مه د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، حکومت او امنیتي ارګانونو ورسره د عبدالرازق د وژل کېدو وروسته ژمنه کړې چې په دوو اوونیو کې به د دغې پېښې څرنګوالی پیدا او پر وړاندې به یې جدي اقدامات وکړي.
په دې اړه د مشرانو رئیس فضل هادي مسلمیار د جرګې د یو شمېر غړو له څرګندونو وروسته وویل چې حکومت او امنیتي ارګانونو باید د کندهار د ترور شوي امنیه قوماندان د پېښې په اړه له بې پروايۍ ډډه وکړي.
فضل هادي مسلمیار
ده وویل:
"د شهید جنرال صاحب رازق خان د شهادت په اړه د ټول ملت ملاحظه ده او په ګډه سره به يې تعقیبوو، په را روانه اوونۍ کې به د امنیتي سکټور مشران او مسؤل د مشرانو جرګې ته تشریف راوړي."
د مشرانو جرګې غړو وویل، کله چې د مشرانو جرګې یو څېړونکی پلاوی کندهار ولایت ته تللی و، امنیتي بنسټونو ورته ډاډ ورکړی و چې پېښه به په لږو ورځو کې وڅېړي، خو د دغو بنسټونو له کمزورو اقداماتو ښکاري چې پېښه یې هېره کړې ده.
د کندهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرازق د ولسي جرګې له انتخاباتو دوه ورځې مخکې د میزان په ۲۶ مه د کندهار د ولایتي غونډو په خونه کې په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم پکې حاضر وو، د یو افغان ساتونکي په ډزو ووژل شو.
د کندهار ولایت دغه وژل شوي امنیه قوماندان له تېرو څو کلونو راهیسې په کندهار ولایت کې د مخالفینو ډېری حملې شنډې کړې او د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت کې ېې ستره برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې هم ورته غوښتنه کړې وه.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې په جنرال رازق حمله په پاکستان کې پلان شوې او له پاکستانه یې غوښتي وو چې د دې پېښې عاملین افغانستان ته وسپاري.
خو اسلام اباد د کابل دا ادعا رد کړې ده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو او د ملي امنیت د شورا نظر ولرو، خو د دواړو ارګانونو مطبوعاتي مسؤلینو د یادې پېښې په هکله له خبرو کولو ډډه وکړه.
د امنیتي چارو پوهان وايي، په وروستیو شااوخوا اولسو کلونو کې د هېواد ډېری مهم امنیتي او ملکي کسان د وسله والو مخالفینو او یا د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي او سره له دې چې امنیتي او کشفي ارګانونو یې د عاملینو د موندلو او جزا ورکولو هوډ کړی، خو تراوسه د یوې ترورېستې پېښې عاملین هم نه دي نیولي.
د دغو پوهانو له ډلې محمداګل مجاهد ازادي راډیو ته وویل:
"پرته له شکه، په اولسو کلونو کې چې کومې قضیې په افغانستان کې شوي، د حکومت له خوا یا په دقیقه توګه نه دي څېړل شوي او که څېړلې شوي هم دي، له خلکو سره یې شریکې کړي نه دي، که د دوی په کارونو کې نیمګړتیاوې وي او پکې پاتې راغلي وي، له اخلاقي پلوه بیا هم ضروري ده چې له خلکو سره یې شریکې کړي."
ښاغلی مجاهد وايي، که حکومت د دغسې پېښو په اړه خلکو ته د خپلو څېړنو معلومات ور نه کړي، خلک به ناهیلي او پرحکومت او په تېره په امنيتي او کشفي ارګانونو به یې باور کم شي.
راپور: خان محمد سیند