عراق او ایران له یو بل سره په لویه کچه د سوداګریزو اړیکو ژمنه کړې

عراق او ایران له یو بل سره په لویه اندازه د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

هغه هېوادونه چې پر ایران د امریکا له بندیزونو په صرف نظر له ایران سره سوداګري کوي، په لویه اندازه له جریمې سره مخ کېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې له دې وروسته ښايي له عراق سره د تجارت اندازه په کال کې شل میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

ایران او عراق دا مهال په کلني دول په خپلو کې د ۱۲ میلیارده ډالرو سوداګري لري.

له چین وروسته عراق د ایران د صاداراتو تر ټولو ستر مارکېټ دی.