د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د افغان ملي پوليسو او ملي امنيت د ګډو عملياتو پر مهال د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې یوه اندازه نشهيي مواد، وسلې او يو اختطاف کوونکی نیول شوی دی.
د ارزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سردار محمد حيا نن ازادي راډيو ته وويل چې افغان ځواکونو تېره ورځ د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند په تالانی سيمه کې عمليات کړي دي چې پر مهاليې ۱۱ کېلو ترياک، يو شمېر وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
سردار محمد حيا همدا راز وویل چې د مرکز ترينکوټ اړوند په چرمګر سيمه کې هم دغو ځواکونو عمليات کړي دي چې پر مهاليې يو اختطاف کوونکی نېول شوی دی.