د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن به راتلونکې اوونۍ پهدې اړه خپله نتیجه ګیري اعلان کړي چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې څوک لاس لري؟
تردې مخکې د متحده ایالاتو استخباراتو ادارې ویلي چې د دوی ارزونې ښيې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال خاشقجي د وژلو امر کړی و.
ولسمشر ټرمپ پرون په کلیفونیا ایالت کې خبریالانو ته وویل، راتلونکې دوشنبه او یا سې شنبه به په دې اړه بشپړ راپور ولري.
خو د سعودي حکومت دا ردوي چې ګواکې ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی دی.
خبریال جمال خاشقجي په تېر اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.