په چک جمهوریت کې پرون شنبه د نوومبر ۱۷مه، زرګونه کسان د دې هېواد د پلازمېنې د پراګ لارو او سړکونو ته را وتلي وو او د صدراعظم اندرې بابیش د استعفا غوښتنه یې کوله.
د خلکو دا اعتراض په چک جمهوریت کې د بخملي انقلاب له ۲۹ کلیزې سره یوځای پلان شوی وو.
د هغه وخت په چکوسلواکیا کې بخملي انقلاب د ۱۹۸۹ میلادي کال د نوومبر په ۱۷مه پېل او د کمونېست رژیم د ړنګېدو سبب شو.
د نوومبر له ۱۳مې راهیسې چې د چک جمهوریت رسنیو د اندرې بابیش له زوی، اندرې سره مرکه خپره کړې، خلک د صدراعظم د استعفا غوښتنه کوي.
پر اندرې بابیش، د هغه پر یوه لور او یوه زوی تور لګېدلی چې یوه لسیزه مخکې، یې دوه میلیونه اېرو د اروپايي اتحادیې له سبسایډۍ څخه ترلاسه کړي او د ځان په ګټه یې لګولي دي.
د اندرې بابیش زوی ویلي چې پهدې اړه د جنايي تحقیقاتو د ځنډولو لپاره یې پلار مجبور کړی و چې د روسیې له لوري د اوکراین اشغال شوې سیمې، کرېمیا ته ولاړ شي.
د چک جمهوریت صدراعظم، اندرې بابیش میلیونر دی. هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
بابېش ویلي، د چک جمهوریت یا بهرني استخبارات ښايي هڅه کوي چې هغه له واکه لېرې کړي.