د امریکا استخباراتي چارواکو باور څرګند کړی چې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د قتل امر د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان کړی دی.
دا خبر پرون، شنبه د نوومبر۱۷مه، واشنګټن پوسټ خپور کړ او وروسته د اسوشیټېډ پرېس په ګډون نورو خبري رسنیو تأیید کړ.
خو د سعودي حکومت رد کړی دی.
په همدې ورځ، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي.ای. اې» غړي به پهدې ارتباط معلومات ورسره شریک کړي.
ډونالډ ټرمپ وویل:
"موږ ته تراوسه معلومات نهدي را رسېدلي، تر دې ګړۍ، موږ ته ویل شوي چې شهزاده سلمان پهدې کې لاس نه درلود، خو وبه ګورم چې «سي.ای. اې» پهدې اړه څه راته وايي، هغوی به نن معلومات راکړي."
سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د اکټوبر په ۲مه، په ضروري اسنادو پسې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و ، نادرکه شو او وروسته یې د قتل خبر تأیید شو.
د سعودي حکومت وویل چې خاشقجي په قونسلګرۍ کې جنګ کړی او په اخ و ډب کې وژل شوی و.
خو د ترکیې پولیس وايي چې له سعودي عربستانه یوه ۱۵ کسیزه ډله د خاشقجي د وژلو لپاره استانبول ته ورغلې وه او د خاشقجي د قتل دسیسه په ریاض کې جوړه شوې وه.