اوچا: د خاص ارزګان، جاغوري او مالستان جګړو ۹۳۰ کورنۍ بې ځایه کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره «اوچا» وايي، په خاص ارزګان، جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د جګړې له امله ۹۳۰ بې ځایه شوي کورنۍ د بامیان مرکز ته رسېدلي دي.

د دې ادارې په وینا، لږ تر لږه ۷۰ نورې کورنۍ بامیان ته په لار دي.

اوچا پرون شنبه د نوومبر۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د جګړې له امله لږ تر لږه ۲۲۶۰ بې ځایه شوې کورنۍ د غزني مرکز ته ور کډه شوي دي.

اوچا ویلي چې دا ارقام یې د جمعې له ورځې راهیسې غونډ کړي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې تأیید کړې چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو اضافي ډلې جاغوري ته رسېدلي او د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

دې ادارې ویلي چې په مالستان، جاغوري او خاص ارزګان کې جګړه لا روانه ده.

ملګري ملتونه وايي، په بامیان، غزني او کابل کې له بې ځایه شوېو خلکو سره د مرستې مرکزونه یې تر سخت فشار لاندې دي.