جاوېد: په ننګرهار کې ۵۰ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې یې داعش او طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، د اچین، نازیانو، پچیر اګام او خوږیاڼو ولسوالیو کې شااوخوا پنځوسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې د داعش او طالبانو وسله وال شامل دي.

دی زیاتوي:

"د ننګرهار ولایت په اچین، نازیانو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د داعش او طالب وسله والو پر ضد ځانګړي عملیات ترسره شوي چې پکې زموږ کومانډو او هوايي ځواک شامل وو، پکې تر پنځوسو پورې داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې هم ویلي چې په ننګرهار کې یې د جمعې د ورځې راهېسې یې په پوځي عملیاتو کې لږترلږه ۳۹ داعش وسله وال وژلي.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن سهار دفاع وزارت خپره کړې، ویلي شوي چې پر دې سربېره د غزني ولایت د قره باغ او مالستان په ولسوالیو کې ۳۴ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي.

دفاع وزارت همدارنګه په بغلان، زابل، کندهار، غور، میدان وردګ، تخار، هلمند، پکتیا او کندز کې هم د ځمکنیو او هوايي عملیاتو او پکې د وسله والو د مرګ ژوبلې یادونه کړې.

په مقابل کې یې وسله والو طالبانو که څه هم د دې ادعاو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې حکومتي لوري ته د تلفاتو د اړولو ادعا کړې ده.